غزل
څو به صبر په جفا د يار کومه
رحمان باباڅو به صبر په جفا د يار کومه
څو به موم د نمر و مخ ته گرځومه
عاشقي او صبوري سره دروغ دی
زه دا لافې په دروغ څرنگ وهمه
ته و ماته نصيحت مه کړه ناصحه
زه دا خپل تخم خپل ځان لره کومه
ما خو زده چې مينه اور دی خدای مين کړم
دانسته خپسر و اور ته اچومه
سر رشته مې خدای همه د يار په لاس کړه
په هر لور مې چې راکاږي پسې ځمه
د اشنا د مينې لاس زما گرېوان دی
زه په دا مامله کې عذر نه لرمه
عاشقانو باندې حق د معشوقو دی
حق به ولې په باطلو بدلومه
ما چې مينه د يار فرضه په خپل ځان کړه
ترو له فرضو غاړه څرنگ غړومه
دا هم ژوند دی چې يار نه وينم په سترگو
زه رحمان په جهان سترگې غړومه