غزل
څو به ستا د ديو غمونو زغمل تل کړم
Khushal Khan Khattakڅو به ستا د ديو غمونو زغمل تل کړم
د يارانو کمی نشته، يار به بل کړم
په قراره قرارۍ دې ياري پرې کړه
له نيمگړي نيت و چا وته ويل کړم
چې وعده دې د وصال چېرې خطا شي
په ژړلو خاورې، خټې د بورجل کړم
هرطبيب لره چې وېرشمه ناقص وي
چې له حاله يې خبر شم، ځنې تلل کړم
نور به هسې يک تنها له خلقو اوسم
د هر چا سره چې کښېنم، غم حاصل کړم
بلا پېری زړه لرم دا يې عادت دی
غم و بل لوري ته درومي، زه يې خپل کړم
چې منگي مې تشول دميو زه وم
اوس نور ډکې پيالې اخلي، زه کتل کړم
منکري د عاشقيه سره مله ده
په انکار که دروغجن يم، دروغ سل کړم
خالي لاس ورځنې ځم، هيله مې نه وه
چې ډک زړه به يې له ډکه باغه تلل کړم
په دا هومره هوښياريه هسې هيښ يم
څوک چې زهر راته نوش کا هم منل کړم
غر گناه راته د خس غوندې ښکارېږي
چې په مهر کرم رايشم بخښل کړم
هر غزل مې په بياض باندې وگوره
زه خوشال خټک د زړه په وينو کښل کړم