غزل
څو خبر په قباحت نه شي انسان
Khushal Khan Khattakڅو خبر په قباحت نه شي انسان
نېک و بد، هوښيار، نادان گڼي يکسان
که يو کس په زر کې بيامومې هم ډېر دی
په هر لوري صد هزار دي ناکسان
هومره ترس دما له يږه خوگه نه شي
څو په زړه يم له جاهله هر اسان
دانايان په ناکامۍ کې خوار حيران دي
کامراني د جهان څوک کاندي ! خسان
په خپل ښکار باندې غوټې وهي بازونه
په مردارې باندې گرځي گرگسان
تفاوت يې په کرده، په فعل گوره
مچ، مچۍ دي سره واړه مگسان
چې په درست عمر کې يو ځله تېره شي
نور اصيله توره نه غواړي مټان
چې هر دوړ يې و اودلو ته هوس کا
د زربفتو هنر چېرې دی اسان
که دې زړه دی چې لذيذ شعر ووايم
د خوشال غوندې پيدا کړه خپل لسان