غزل
څو په باغ او په بوستان کې لا لاله شته
Khushal Khan Khattakڅو په باغ او په بوستان کې لا لاله شته
د بلبلو، د توتيانو پرې ناله شته
نن دې غم له مانه لرې لرې گرځي
چې په وخت مې د بهار په لاس پياله شته
که مې يار په لاس باده واخلي، ساقي شي
پرې مې ډار شي چې يې زهد صد ساله شته
رايې وښيه چې ځم، تر پښو يې پرېوځم
که په دهر کې څوک ما غوندې واله شته
د بهار په زېبا گلو ډېر وېرېږم
چې باران شي، له باران سره ژاله شته
د بهار په سيل تل درومه خوشاله!
يو څو ورځې چې د گلو پر کاله شته