غزل
څو په باغ کې لا يو گل د نوبهار شته
Khushal Khan Khattakڅو په باغ کې لا يو گل د نوبهار شته
د بلبلو، د توتيانو پرې چغار شته
نن دې غم له مانه ځان ساتي که ښه کا
چې په سيل د بهار راسره يار شه
چې له ياره سره مست، د گلو گشت کړم
محتسب که رانژدې شي پيزار شه
شېخ ملا دې زما غم په بهار نه خوري
چې رباب و سريندې غوندې غمخوار شته
نه به زه د ميو جام کښېږدم له لاسه
نه زما له پارسياييې سره کارشته
ما و خپلې پارسايۍ ته رخصت ورکړ
په دا نورو پارسايانو مې اوس ډار شته
ساقي بيا زما د ښهر خبر واخله
لا يو څو په کوڅو پاتې پرهېزگار شته
گل و مل، ساز و سرود، ساقي سرې سترگې
لا به ډېر عالم رسوا کا چې دا چار شته
چې په هره پياله عقل له ما زدويي
د ساقي منت راباندې په بار بار شته
د گلونو په موسم کې خوار هغه دی
چې يې نه پياله په لاس نه يې نگار شته
نن هغه شاه جهان د زمانې دی
چې دسته يې د گلونو په دستار شته
چې نا اهل په غفلت ورباندې نه ځي
ځکه وصل د هر گل په څنگ کې خارشته
د بهار زېبا گلونه سوداگر دي
لخلخه به ځنې پيري چې خريدار شته
نن خوشاله! د زړه داد د عشرت ورکړه
دا څو ورځې غنيمت دي، څو گلزار شته