غزل
څو راسره خلکه جفا ډېره هغه کس کړه
Khushal Khan Khattakڅو راسره خلکه جفا ډېره هغه کس کړه
خدای مې په دا خوی کې په ده مينه يوپه لس کړه
زار دخوار عاشق دی، د محبوبې څه پروا ده
زه و غم ته روغ يم، ته تل خانده، تل هوس کړه
زړه يې د کافر دی، خو په خوله کلمه لولي
څه يې راته ستايې ما ليدلې ده، نور بس کړه
گرځي په گلونو کې گندگي ورپسې غواړي
څه يې په جهان کې بده برخه د مگس کړه
ښه چې را پيدا شوې د بهار زېړيه گله
تل دې يادونه عندليب په هر نفس کړه
لېږدي کاروانونه، سبا کېږي ای ساربانه!
پاڅه د شتر په غاړه پورې اوس جرس کړه
ځه هغه شهباز شه چې دې ځای په سر درو دی
نه لکه د کلي کارگه گرځه، غم د نس کړه
بخت دی، که طالع دی، که دا خپله فقيري ده
خدای مې چې شړيه برابره د اطلس کړه
قدر د خپل ځان د عافيت ور څخه نه و
ځکه عاشقي هسې اغازه بوالهوس کړه
نورو حريفانو واړو ډکې پيالې نوش کړې
ښه چې د خوشال پياله يې ډکه په بکس کړه