غزل څوک به ستا د مخ نقاب کا رتې پتې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څوک به ستا د مخ نقاب کا رتې پتې څوک به ستا په اننگيو کېږدي گوتې 02 که دې بيا نوې ښېوې په خاطر نه دي د وربل غوټې ديې څله دي ارتې 03 مظلومانو وته څه خو نظر وکړه په دربار دې فريادي دي څيرې ختې 04 چې يې پسې شاله ما هومره ويل کړل مخامخ د هغو ولې ژبې نښتې 05 په خپل يار به يې کېدې دا هسې شندې چې همېش يې د رقيب خبرې نغوتې 06 يار په هر لوري جلوه کا ورته گوره که دې نه وي د ليدلو سترگې تتې 07 په نوروز کې دا غزل واخله مطربه! په اواز به دې بلبلې شي ساکتې 08 گل ته چا دا هسې زېب او حسن ورکړ چا يې هسې ته په ته پاڼې پرانتې 09 دخوشال په پالنگ بيا راغله سر شاره په زعفرانو، په چووه لړلې ختې Dictionary meaning × Headword