غزل
څوک چې مخ کا په مذهب د خپل مولا
Khushal Khan Khattakڅوک چې مخ کا په مذهب د خپل مولا
د هغو په خدمت و دري دنيا
څوک چې مخ په نمر روان شي خودې گوري
چې سايه ور پسې درومې په قفا
دروېشان که اشارت و کا و غره ته
د غره کاڼي به هم شي لکه طلا
چې کېميا کېميا يادېږي په جهان کې
کېميا څه ده! ښه نظر د اوليا
که د تخت د پاسه ناست وي صاحبي کا
د دروېش په زړه کې هيڅ نه وي هوا
خيري، زنگ ورځنې نه دي چا وللي
د دروېش جامه له ځايه ده صفا
مړه ودۀ وته ژوندي وي ژوندي مړه وي
د دروېش هومره قوت دی د دعا
مگر چېرې د دروېش په مهر ياد شي
چې خوشال يې کړ دا هسې بېنوا