څلوريزه

څوک چې قانع دی مخدوم يې وگڼه

Khushal Khan Khattak

څوک چې قانع دی مخدوم يې وگڼه

څوک چې حريص دی محروم يې وگڼه

که ورور که زويه که ځينې دوست دی

چې ستا په رای نه وي ماشوم يې وگڼه