غزل
سور پېزوان دې په زرگر نوی سنواريا
Khushal Khan Khattakسور پېزوان دې په زرگر نوی سنواريا
بيا دزړونو ازار اخلي پاريا پاريا
په خاوند مې دې سوگند وي باور وکړه
چې هيڅ دم مې له خاطر نه يې وساريا
زه هر گوره دماغي په ځان غره وم
ولې ستا سترگو زما دماغ او تاريا
د چړې دکټارې حاجت هيڅ نشته
دبڼو په غشيو تا بېچاره ماريا
کله کله يې له حاله خبر اخله
بېچاره خوشال خپل زړه درپسې هاريا