غزل

سپی چې ولامبي په رود

Khushal Khan Khattak

سپی چې ولامبي په رود

لا بد بوی شي، دادی دود

په بهار او په خزان يې

هيڅ و نه شو زما سود

لېونی لېونی تر شي

څو چې شي ورته سرود

په سوړوالي کې چې کار شي

و هېچا ته مه شه تود

چې يې قصد دگوزار نه وي

هغه نه کا زغره خود

که ته کام غواړې خوشاله!

کام به مومې په مښود