غزل

سپينو وازدو لره ورغله پيشو

Khushal Khan Khattak

سپينو وازدو لره ورغله پيشو

خوله به ونيسي له وازدو نه په څو

د عاشق په زړه کې خيال د معشوقې وي

د هندو په زړه کې فکر د ټيکو

د لوليې پرتوگاښ پيسه پرانيزي

محبت ور سره نه شي بې پيسو

درباري نا پاکې ښځې چې اخته شي

لورا لور لونډان بولي په کالو

ورانوي دکور بنا د کوس له تاوه

کور په کور يې د ريبار وي تگ و پو

په خالي کيسه به نه رسي تر کامه

څه حاصل که بوعلي شي په کيسو

د هغو بخره خواري ده تر تلو

چې زکات خوري د کتاب په مسئلو

چې په هره کوڅه گرځي، هر زه کار شي

تر دا هسې گشت زنځير ښه دی په پښو

يو خوشال څه زړه کباب نه دی له تانه

تا د خلکو زړونه کښېښول په لمبو