غزل ستا د مينې گوهر نشته په هر آب کې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا د مينې گوهر نشته په هر آب کې مگر بيا موند شي د اوښکو په درياب کې 02 که ته وينې زما پټې څښې دلبره رنگ د لبو دې گواهي لي په دا باب کې 03 په هر ځای چې ستا د لبو نوم آغاز شي د لاله وو باران اوري په حباب کې 04 له خسته زړونو به څه دلستاني کا د خراج گنجايش نشته په خراب کې 05 زه حيران د ستا د وروځو په تور خال يم کافر څه شکله سجده کا په محراب کې 06 گل له ډېرې نازکۍ په شبنم خور شو نازکان زړه بدوي په صاف ځواب کې 07 د بهار په گلو اوري بارانونه د څڅويکي طاقت نشته په حباب کې 08 د رحمان غلطي وبخښه ای خدايه! د اوترو چارې نه وي په حساب کې Dictionary meaning × Headword