غزل

ستا د مينې گوهر نشته په هر آب کې

رحمان بابا

ستا د مينې گوهر نشته په هر آب کې

مگر بيا موند شي د اوښکو په درياب کې

که ته وينې زما پټې څښې دلبره

رنگ د لبو دې گواهي لي په دا باب کې

په هر ځای چې ستا د لبو نوم آغاز شي

د لاله وو باران اوري په حباب کې

له خسته زړونو به څه دلستاني کا

د خراج گنجايش نشته په خراب کې

زه حيران د ستا د وروځو په تور خال يم

کافر څه شکله سجده کا په محراب کې

گل له ډېرې نازکۍ په شبنم خور شو

نازکان زړه بدوي په صاف ځواب کې

د بهار په گلو اوري بارانونه

د څڅويکي طاقت نشته په حباب کې

د رحمان غلطي وبخښه ای خدايه!

د اوترو چارې نه وي په حساب کې