غزل

ستا د راغلو منت ډېر لرم نسيمه

Khushal Khan Khattak

ستا د راغلو منت ډېر لرم نسيمه!

چې گلونه غوړوې زما په سيمه

و سبا وته يې هيڅ بې ځايه نه دی

چې خبر شوم د گلونو له تسليمه

د بلبلو بې خودي بې ځايه نه ده

چې مستېږي د گلونو له شميمه

بيم د هجر د هر چا سره جاروځي

هيڅ عاشق به خالي نه وي له دې بيمه

گل، بلبل سره ښه وصل لري، درېغه

که دا چاره همېشه وای مستقيمه

کله وصل د خپل يار، کله هجران وي

سرشته د عاشقۍ ده دا قديمه

د بهار په وخت چې گشت دگلزار نه کا

هغه څوک به اندېښنه لري سقيمه

په بلبلو د گل بوی لکه وصال دی

که يې رنگ په سترگو نه وينې نديمه

هر ورق يې معرفت د کردگار دی

و هر گل وته کاته وکړه حکيمه!

کله هر لوري ته گل د بهار گورې

کله نه وينې يو گل په خپله سيمه

يو مې يار، دويم گلزار، ساز و ساقي شته

نن مې کومه اندېښنه له غين و ميمه

د گلزار په اشتياق دې په خزان کې

په خوشال باندې کرم وکړه کريمه!