غزل

ستا په څېر نه دي خوبان ليدلي ما

Rahman Baba

ستا په څېر نه دي خوبان ليدلي ما

نه په غوږو چرې اورېدلي ما

هېڅ وفا له عاشقانو سره نه کا

دلبران دي واړه ازمايلي ما

چې مې ستا و ښکلي مخ ته دي کتلي

بل يو مخ ته نه دي بيا کتلي ما

د زړه غولی مې نيولی ستا غمونو

نور غمونه دي له زړه وېستلي ما

چې مې کار د عاشقۍ په لاس کې واخيست

دي له بله کاره لاس وکښلي ما

نور غمونه مې له زړه نه دي وتلي

ستا غمونه په کې دي کرلي ما

زه رحمان بې ياره خوب و خندا نه کړم

بې ده، نه دي خوب خندا پسندلي ما