غزل ستا په سترگو کې فتنې کاندي خوابونه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا په سترگو کې فتنې کاندي خوابونه تورې زلفې دې هم ډېر لري تابونه 02 که ته زر حجابه ونيسې په مخ کې راښکاره وي ستا جمال تر حجابونه 03 د جنت حورې که وگورې ستا مخ ته نور به واچوي له شرمه نقابونه 04 که شغلې دې راښکاره شي له جماله لور په لور به سر څرگند که افتابونه 05 زه چې ستا د بېلتانه په لمبو وسوم نور مې څه دې د دوزخ په عذابونه 06 ستا دخيال مېلمه مې ناست دی په گوگل کې تل مې خوري د زړه د غوښو کبابونه 07 تا وی ما وتاته ډېر ځله خوله درکړه د يارۍ په کار کې هم شي حسابونه 08 زه و تا ته دعا کړم ، ته ښکنځل کړې هم له تا ښايي دا هسې ځوابونه 09 ته چې حال دخپل عاشق غواړې په شرح بويه داچې خوشال وکښي کتابونه Dictionary meaning × Headword