غزل
ستا په زړه د دنيا څلې
Khushal Khan Khattakستا په زړه د دنيا څلې
د دوزخ لمبې دي بلې
چې دگور لړم، ماران دي
هم داڅلې دي پېيلې
که له دېو ځلو زړه خلاص کړې
غم دې نشته هورې، دلې
دا لړم شلوه له دله
که دې نه وي لېچې شلې
چې به وو تسبې په لاس کې
مخ يې تور، ږيرې يې کلې
ته اصيل ځان دې مريی کړ
هی توبه خوشاله! ولې