نظم
سترگې ستا غړوي زړه
Khushal Khan Khattakسترگې ستا غړوي زړه
سترگې ستا پټوي زړه
چې دې خوله خوځوي دی دی
ژبه ستا ويوي زړه
چې څه کار په لاس و پښې کړې
دا هم ستا ښوروي زړه
اروېده په دواړو غوږو
هم په تا ارووي زړه
چې نېکي کړې يا بدي کړې
واړه تا سنده وي زړه
چې خندا کړې يا ژړا کړې
خندوي ژړوي زړه
زړه بېچون و بېچگون وي
څوک دا غوښه گڼي زړه
دواړه کونه لکه تن دي
کار د تن جوړوي زړه
دخوشال په زړه کې يو دی
څوک يې څه لټوي زړه