نظم ستاينه د سرای د غره د لمنې د ښکار Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په هر کال د سرای د بوژي که هر خو تمځري توژي 02 بل کال لا په کې بسيار شي په هر کال د بازو ښکار شي 03 سپين تمځري مالامال شته تارو هم په کې خال خال شته 04 تغدري په کې بسيار دي تر ميزانه تر بهار دي 05 چې موسم يې د بهار شي د سيسيو يې هم ښکار شی 06 بودنې په دواړه فصل خېل په خېل وي فصل فصل 07 د هنگال که د سپين کوير دی د ښو زرکو هوس ډېر دی 08 چې په زړه کې مې خار خار دی د ډنگ ډنگ د زرکو ښکار دی 09 چې په زرکو پسې وا شي د بازونو تماشا شي Dictionary meaning × Headword