نظم

ستاينه د يوسف په تعريف

Khushal Khan Khattak

يوسفزيه مير افغان دي

هم د تورې هم د خوان دي

يو وجود دي سره دواړه

مندړ لا د هاتي غاړه

همگي واړه يو بڼ دي

پاس په سوات مېشته چندڼ دي

سزاوار د تاج و تخت دي

چې سر نه لري کم بخت دي

ننگ لري پښتانه واړه

ولې ننگ له دوی نه غواړه

گه گهې که تاراج کړې

بيا چې ورشې په کې راج کړې

ډېر کارونه يې افضل دي

يو څو لا په کې اول دي

يو سني دي په مذهب کې

بل ساده دي په مشرب کې

عالمان په کې رويدار دي

په نمنځونو استوار دي

که په کور کې يې نفاق وي

بل ته بيا په اتفاق دي

په دا خوی په دا خصلت کې

کامراني کا په عزت کې

ورځ په ورځ يې کار ښه کېږي

هم لوېږي هم درېږي