غزل

صورتگر چې ښه صورت په دېوال ساز کا

Khushal Khan Khattak

صورتگر چې ښه صورت په دېوال ساز کا

کل عالم يې په صفت زبان دراز کا

د هغه نقاش په صنع نظر نه کا

چې له څه څاڅکي نه دا نقش و طراز کا

سترگې، وروځې، پوزه نور کېږدي په مخ کې

غاښ و شونډې، ژبه، خوله سره پرداز کا

يو سر بل سرپه سر جوړ کا دوه غوږونه

چې په دواړو اروېدنه د اواز کا

بند په بند د لاسو گوتې وبله کېږدي

سر تر پايه درست صورت سره يو راز کا

که څوک زر کتابه و کښي له دې بابه

که په کښل شي، زر به نور پسې اغاز کا

هر ويښته چې په صورت باندې ليده شي

که پرې ځير شې د شناخت ور به درته واز کا

خاص بنده د خدای هغه گڼه خوشاله!

چې د ځان په معرفت يې سرفراز کا