غزل ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا نه درمعلومېږي دغه خپل جور و جفا 02 ته جور و جفا کړې زه ژړا کوم دلبره ستا که دغه نه وى دا به هم نه وى زما 03 څه ښادي به کاندي طايفه د عاشقانو رسم د بتانو که همدا وي لکه ستا 04 دا خصلت چې ستا دى که هم تل په دغه شان وي نه رامعلومېږي د دردمند د زړه دوا 05 يو دا ستا ماڼى شو بل غرور د رقيبانو وار په وار مې وژني کله هغه کله دا 06 هر چې عاشقي کا که په قطع افلاطون وي زه خو يې مجنون ګڼم که نن وي که سبا 07 سپى هم په عذاب د جدايۍ د وژلو نه دى زه خو ګوندې ستا د کوڅې سپى شوم په وېنا 08 هيڅ يې پکار نه دي رحمان تا غواړي دلبره دا زما رضا ده باقي هر چې ستا رضا Dictionary meaning × Headword