غزل ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا نه درمعلومېږي دغه خپل جور و جفا 02 ته جور و جفا کړې زه ژړا کوم دلبره ستا که دغه نه وى دا به هم نه وى زما 03 څه ښادي به کاندي طايفه د عاشقانو رسم د بتانو که همدا وي لکه ستا 04 دا خصلت چې ستا دى که هم تل په دغه شان وي نه رامعلومېږي د دردمند د زړه دوا 05 يو دا ستا ماڼى شو بل غرور د رقيبانو وار په وار مې وژني کله هغه کله دا 06 هر چې عاشقي کا که په قطع افلاطون وي زه خو يې مجنون ګڼم که نن وي که سبا 07 سپى هم په عذاب د جدايۍ د وژلو نه دى زه خو ګوندې ستا د کوڅې سپى شوم په وېنا 08 هيڅ يې پکار نه دي رحمان تا غواړي دلبره دا زما رضا ده باقي هر چې ستا رضا د قاموس مانا × اصلي کلمه