غزل تا چې په دا تورو سترگو وکاته وماته Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تا چې په دا تورو سترگو وکاته وماته زړه دې زما تور کړ له دې نوره مخلوقاته 02 ما خو چې ته وليدې هغه ساعت مې ووې نوره به مې مينه د زړه نه شي له تا ماته 03 شېخ و زاهدان چې نصيحت وايي و ماته نه دي خبر شوي ستا دمخ له محسناته 04 څه وشو که زه انگشت نما شوم ستا په مينه لا تر ما ته خوښ يې و قاضي و هم ملا ته 05 مرم په دا چې ما له تا جارباسي هغه خلک بيا دې په ديدن تر ما وړومبی ځغلي و خوا ته 06 زه رحمان چې ووينم يار وايم خدايه خير کړې گډه ښاپېرۍ ده د بني آدم له ذاته Dictionary meaning × Headword