غزل
تا چې په دا تورو سترگو وکاته وماته
رحمان باباتا چې په دا تورو سترگو وکاته وماته
زړه دې زما تور کړ له دې نوره مخلوقاته
ما خو چې ته وليدې هغه ساعت مې ووې
نوره به مې مينه د زړه نه شي له تا ماته
شېخ و زاهدان چې نصيحت وايي و ماته
نه دي خبر شوي ستا دمخ له محسناته
څه وشو که زه انگشت نما شوم ستا په مينه
لا تر ما ته خوښ يې و قاضي و هم ملا ته
مرم په دا چې ما له تا جارباسي هغه خلک
بيا دې په ديدن تر ما وړومبی ځغلي و خوا ته
زه رحمان چې ووينم يار وايم خدايه خير کړې
گډه ښاپېرۍ ده د بني آدم له ذاته