غزل
تا چې زلفې کړې خم خم
Khushal Khan Khattakتا چې زلفې کړې خم خم
ځکه نه وايې سم سم
تا چې سترگې کړې راپورته
په کې زه وينم غم غم
څو به ته لکه هوسۍ يې
تل له ما گرځې رم رم
د خوبيه کار په تا دی
نن په دا دور تم تم
که دې ډېر نه وي په زړه کې
خوشال ياد لره کم کم