غزل
تا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه
Khushal Khan Khattakتا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه!
سرداري دې په خپل دور کړه بدنامه
هم تمامې خلېخانې لره بلا شوې
هم خپل ځان لره بلا شوې بد فرجامه
تا طاهر د کم عقلۍ په جرگو مړ کړ
اوس فارغ شوې د طاهر له انتقامه
تا خپل ځان لره د مرگ رخنه پيدا کړه
خېلخانه دې په بد خوی کړه بې ارامه
په دا هسې بدخويۍ بې بخته نه يې
چې لا نه يې د خوني هاتي تر ژامه
مشر ورور دې په زندان کړ، ته خانې کړې
دا خانې دې شه په ځان پورې حرامه
چې خانۍ ته دې هوس د زړه په زور کړ
لا ځايي وه ستا د زړه اندېښنه خامه
نور دې نوم زما د زويو په شمار مه شه
دخوشال خټک وينا په دا تمامه