غزل

تا وژلی هم له خپله لاسه ښخ کړه

Khushal Khan Khattak

تا وژلی هم له خپله لاسه ښخ کړه

که دې زړه باندې يخېږي، زړه پرې يخ کړه

رقيبان دې لکه سپي دي په کوڅه کې

چې انگړ دې پاکېزه شي، واړه چخ کړه

د جنت مېوې مې نورو ته بخښلي

گه گهي زما په خوله سېب د زنخ کړه

هغه واړه مهيا دي په هجران کې

چې واعظ و ماته شرحه د دوزخ کړه

که پرواز دې د شهباز، د شاهين نه دی

د مطلوب په لوري پرونه د ملخ کړه

چې دې قدر د وصال نه و خوشاله

په فراق د ښو يارانو اوس توخ کړه