غزل تا وی چې غم مه کړه نور زه ستا يم ته زما Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تا وی چې غم مه کړه نور زه ستا يم ته زما زه خو دې ژوندی کړم که دروغ کړې که رښتيا 02 څه بلا زېبا يې، بې نظيره محبوبا يې که دا عيب دې نه وی په زړه سخته يې بلا 03 که کل جهان خوبان شي، همه واړه محبوبان شي عجب که لا پيدا شي يوه تا غوندې زېبا 04 په هومره ډېر مقتوله ، ته لا هم نه يې ملوله که سل خونونه و کا د جلاد ترو څه پروا 05 چې گل غواړم له تانه، ستا له باغه له بوستانه که خس را عنايت کړې هم په گل نيولی ما 06 څو زه بنده زنده يم، د هغو زلفو بنده يم چې تل يې سل سل زړونه په هر تار دي مبتلا 07 که لوی دي که هلک دي، دواړه ستا په ناره ورک دي په شهر کې څوک نشته چې مين نه دی په تا 08 د سبر ونه گوره، په زمان شي نا منظوره چې و خوځې په باغ کې ته په دا قد و بالا 09 نسيا جنت سبا دی، د زاهد دی د ملا دی په لاس جنت موندلی نن خوشال دی ستا لقا Dictionary meaning × Headword