غزل ته چې خپله بې عقلي هوښياري بولې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ته چې خپله بې عقلي هوښياري بولې کاشکې بيامومې د غوښتو په نرخ شولې 02 عشق يو داد دی په عاشق باندې له خدايه هسې نه دی چې يې پېرې يا يې پرولې 03 زليخا غوندې به بله شيدا نه وي که د مصر مستورې شي واړه تولې 04 هغه بحر څه په بحر حساب نه دی چې اوبه يې خاک آلوده وي خټؤلې 05 له هغو سره به څه فکر د يار وي چې په غم وي دکاله يا د کهولې 06 عاشقي د خپل نغري په غاړه نه شي څو په يار پسې وانه خلې ځلې ځولې 07 د وصال په نعمتونو غره مه شه جدايۍ يې خلقې کړې په زړه زمولې 08 دُر گوهر په تله نه دي چا تللي د رحمان شعر گوهر دی څه يې نولې Dictionary meaning × Headword