غزل
ته چې خپله بې عقلي هوښياري بولې
رحمان باباته چې خپله بې عقلي هوښياري بولې
کاشکې بيامومې د غوښتو په نرخ شولې
عشق يو داد دی په عاشق باندې له خدايه
هسې نه دی چې يې پېرې يا يې پرولې
زليخا غوندې به بله شيدا نه وي
که د مصر مستورې شي واړه تولې
هغه بحر څه په بحر حساب نه دی
چې اوبه يې خاک آلوده وي خټؤلې
له هغو سره به څه فکر د يار وي
چې په غم وي دکاله يا د کهولې
عاشقي د خپل نغري په غاړه نه شي
څو په يار پسې وانه خلې ځلې ځولې
د وصال په نعمتونو غره مه شه
جدايۍ يې خلقې کړې په زړه زمولې
دُر گوهر په تله نه دي چا تللي
د رحمان شعر گوهر دی څه يې نولې