غزل

ته چې مخ په آيينه کړې برابر

Khushal Khan Khattak

ته چې مخ په آيينه کړې برابر

بڼه شي په دا منځ کې مخ د نمر

مېړني سپاره د مخ دي دا دوه توکه

تورې وروځې، تورې سترگې، مخ لښکر

چې پلو له مخه واخلې زه دعا کړم

هر چا زده چې دعا ښه ده په سحر

د يوسف غوندې مخ پټ کړه په برقع کې

چېرې نه وي چې پرې ولگي نظر

مخ هغه چې يې ستاينه درست عالم کا

نه هغه چې لکه ستا يې دلال خر

زاهد مخ په محراب ونيوه سجود کا

ستا د وروځو په محراب نه دی خبر

مخ دې هسې شان ليده شي په خالونو

که يې گورې لکه گل د پيغمبر

ستا د مخ مخی به نه کړم نور مخونه

نورکه ستوري د آسمان دي، ته يې نمر

دا د مخ خوبي يې وگوره خوشاله!

د شرابو د مستۍ لري اثر