غزل

ته چې هسې حکم، ناز کړې په وگړي

Khushal Khan Khattak

ته چې هسې حکم، ناز کړې په وگړي

په تا څه دچا پوره، دچا نيمگړي

د درياب سره درياب وي يو څو وخته

بيا په هر لوري پراته وي اوبو وړي

چې يې څو په پورته لوړې لوړې وړي

د هغو ماڼيې وگوره چې لوړې

لکه ته يې بېهوده، ياوه، باد وړی

جهان څو دا هسې ياد لري باد وړي

طمطراق د جهان کل واړه عبث دی

هوښارانو وته کم دی تر خسري

دا چې تا وته ژوندي دي،ژوندي نه دي

دا وما وته ښکارېږي لکه مړي

چې خوږې مېوې لري، خوشبوی گلونه

په خپل باغ کې دې کښېښودي هغه زړي

په آواز سره سړی بندي خانه دی

د څاروي علاج په تړ کېږي، په پړي

جنتي، دوزخي پټ نه دي ښکاره دي

خپل عمل دي په نوم نوم واړه نومړي

زلزله په جهان گډه شوه خوشاله!

د اسمان له شدتونو کنډې رغړي