نظم
ته لا ښه پرې خبر نه يې
Khushal Khan Khattakته لا ښه پرې خبر نه يې
زر کوڅې لري دا ښهر
که په هره کوڅه گرځې
په کې درومي پهر پهر
لا به هم پرې خبر نه شې
بې رهبره تله دي زهر
که زما په نغوته درومې
لويه لار نيسه د ښهر
دروېشان لکه ماران دي
هم مهره لري هم زهر
په آزار يې راضي مه شه
چې اخته نه شې په قهر