نظم

تاييد عشق!

Abdul Hamid Momand

اوريدلی مې دا نقل په دا باب دی

چې مريد وته يو پير کړی جواب دی

وې يې ورشه شېرشاهي په مينه من شه

هله رايشه داخل په انجمن شه

چې خاطر له يوه داغه بې فروغ وي

که هزار ځله رښتيا که په دروغ وي

خواه ناخواه په يوه څيز يا په څه تيږه

خوږ خاطر شه آه فرياد کوه عزيزه

هنگامه بويه د زړه په مينه گرمه

خدای دې نه کاندي سړی بې خپله درمه

سړی هله شي سړی چې آشفته شي

شگوفه کا، هله بوی چې شگفته شي

سر درد د عاشقۍ تاج و افسر دی

چې يې دا افسر په سر مهم يې سر دی

له دې سره مه شه سر دچا بې سرو

په دا سرو دی يو سر بهتر تر زرو

سر له سره خالي مه شه، چې خالي شي

چې مثال دخټو خټ لا و بالي شي

په وربشو په کار نه دی سلامت سر

سلامت دې وي په مينه ملامت سر

درد و غم دمحبت دارو درمان دی

د جهان د کارخاني خان و سامان دی

دين دنيا حلقه په گوش ددې حلقې دی

شاه گدا حلقه بگوش ددې حلقې دي

وي دې تل زما حميد په غاړه غوږ

دا د عشق حلقه دده دزوږ