غزل
تل ژړا فرياد کړم د لبر پر استانه
Rahman Babaتل ژړا فرياد کړم د لبر پر استانه
کله به و ماته مخ ښکاره کا مستانه
زه لکه مجنون ولاړ په طمع د ليلی يم
اوس به ليلی راشي پر سپين مخ زلفې شانه
راغلم ستا زيارت له که زړه يقين نور نه شي
ټيک پېزوان يې دواړه پيره ستا دي شکرانه
تېغ د معشوقو دې په گردن دی عاشق ايښی
هسې رنگ زېب کا لکه مې په پيمانه
چرې د منصور په دود سنگار نه شې رحمانه!
مه کوه د عشق خبرې ډېرې رندانه