څلوريزه

تل خاموشي کړه چې تل بېغم وې

Khushal Khan Khattak

تل خاموشي کړه چې تل بېغم وې

تمه له چا مه کړه چې بې ترحم وي

خوښ په هنر اوسه خوښي په مال مه کړه

هسې کارونه کړه چې بې ندم وي