غزل
تلم په خپله لاره را سره مله شوه نگارا
Khushal Khan Khattakتلم په خپله لاره را سره مله شوه نگارا
شوخه، غمزه گره، خنده رويه، خود آرا
رنگ يې د سړي و، اما خوی د ښاپېريو
تن يې لکه سيم و، په زړه سخته سنگ خارا
راغللم په شهر لاس په لاس شوه له ما ورکه
کوی په کوی جار وځم پسې غواړم بخارا
ډېرې لري نښې د صورت د زېبايۍ
څه خو درته وايم يو څو نښې آشکارا
دنگه، تازه کنگه، قد عرعره، مو کمره
ښه يې تر گلونو د گلابو عذارا
غاښ يې دُر گوهر، په لب شکر ، ابرو کمانه
تور باڼه ناوک په دواړو سترگو خونخوارا
پوزه يې غونچه وه د زنبق، سېب يې سپينه زنه
مشک د مخ خالونه په مخ کښلي مه پارا
هار د جواهرو، دوه لړۍ د مرغلرو
تور وربل وودلی زلفې يې عنبر سارا
واړه يې د تن جامې گلگونې زرنگارې
درسته سره لمبه وه چا ليدله خدارا
بيا هسې مدد کړه چې خوشال سره دې تل کړ
بخته! ددې ور کې سراغ نښه و مارا