غزل

تمامه شپه د ژمي په هی هی په ما تېرېږي

Khushal Khan Khattak

تمامه شپه د ژمي په هی هی په ما تېرېږي

چې ته زما طبيب يې، رنځ به لا زما زياتېږي

دا سحر دی که مينه که څه لا بله بلا ده

که هر څه يې له دله هېروم نه راهېرېږي

خپل زړه وته نظر کړم، په دا هومره محبت

يو هسې مستسقي شو چې په بحر نه سړېږي

يوسف د زمانې دی، درست جهان پرې وښندلې

دا يو جهان لاپرېږده چې په دوه جهان پېرېږي

دنيا لکه حلوا ده ښه شېرينه مزه ناکه

حريص يې لکه مچ دی باندې غورځي نه مړېږي

چې ننگ کا ننگيالي دي ورته ايښي دي دوه کاره

يا کام د ننگ حاصل کا، يا د دوی مينه سپېرېږي

که مښک وو که که گوهر وو همگي لاړل خوشاله!

و ځان وته وگوره چې اوس څه عمر تېرېږي