غزل

طمع مه کړه دنيا کې دنشاط

Rahman Baba

طمع مه کړه دنيا کې دنشاط

بيا به نه مومې نشاط په دا بساط

لکه راغلې بيا به هسې ځنې درومې

دا جهان دی د رهرويو يو رباط

تر هر گام لاندې کوهی دی ددې دهر

ايښی بويه هر قدم په احتياط

و دانا وته په دا جهان ښکارېږي

هم جنت او هم دوزخ او هم صراط

په عاشق به هېڅ دهشت د رقيب نه و

که يې نه کړی له خوبانو اختلاط

له کم اصله بې ديانته بې نمازه

طمع مه کړه د نېکۍ د يو قيراط

غم د ترکو تر رحمان هسې چاپېر شه

لکه وسکڼې جامه په چا خياط