غزل
تر ابدې ورځې پورې به جفا کړې
Rahman Babaتر ابدې ورځې پورې به جفا کړې
که به مهر وفا هم چرې پيدا کړې
معشوقې کله جفا کله وفا کا
می بايد چې کله هغه کله دا کړې
ما ستا خوی دی و هر چا وته ستايلی
چرې نه چې دروغجن مې تر هر چا کړې
چې دغه اوښکې زما دغه ستا خوی وي
دا پټ راز به مې په درست جهان رسوا کړې
ستا څه لاس راباندې نه رسي دلبره
چې په لاس د رقيبانو مې سزا کړې
مرم په دا چې د رقيب په رضا درومې
نه په دا چې ته په ځان خپله رضا کړې
په درست عمر به هېچا ليدلې نه وي
هغه چارې چې ته هرساعت په ماکړې
ما رنځور په کټ کې پرېږدي چې کړېږم
ته لاگرځې د رقيب سره خندا کړې
لاس تر غاړه د رقيب سره خندا کړې
چې ما ووينې له قصده راته شا کړې
هر بېگاه وايې چې خوله به سبا در کړم
دا بېگاه به په رحمان کله سبا کړې