غزل تر اوو پېړيو پورې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تر اوو پېړيو پورې واړه مړه په تېغ په تير 02 دا دځان ستاينه نه ده حقيقت وايم په ځير 03 چې له خپله هوډه، نه واوښت منصور که وگړي په سولۍ کړ، مخ يې سور 04 ملامت چې په عاشق باندې وايه شي په مذهب د عاشقانو دی معذور 05 عاشقان په معشوقو باندې پتنگ دي له جهانه به لاړ نه شي دا دستور 06 څو د عشق مينه زياتېږي په گوگل کې د عاشق په پوهه نورو علی النور 07 د عشق کار په لېونتوب دی نور څه نه دی راشه واوره نه په عقل ، نه شعور 08 معشوقې وته بادشاه لکه بنده شي که قيصر دی که خاقان دی که فغفور 09 روغ يې هيڅ په حال خبر نه وي له درده که په درد کې قراري نه کا د رنځور 10 زړه مې سر تر پايه واړه آبله دی په فراق کې، لکه وږی د انگور 11 هر هر گروه دخپل گروه سره سرور کا د ما هيڅ نه شي له چا سره سرور 12 عاشقان په عشق کې واړه ناصبور دي څه خوشال يوازې نه دی ناصبور Dictionary meaning × Headword