غزل

تر مکې، تر مدينې لاړې حاجي

Khushal Khan Khattak

تر مکې، تر مدينې لاړې حاجي

لا د نفس له خويه هيڅ نه يې ناجي

صفايي د زړه په کار ده، نه د ږېرې

څو په ږيره گرځوي شانه عاجي

صوفي لافې د سلوک کا هم دا لافې

سراسر گڼه دده بې منهاجي

په ملا توره تياره شوه، چې حق پوش شو

که په لاس يې فتاوی وي سراجي

علم څه دی په معنی کې گبينه دی

کاسه هم ورسره بويه خراجي

دا تاراج لکه شېخان کاندي په مکر

اپريدي نه دي دا هسې تاراجي

دا يې سحر د بابل دمځکې راوړ

چې درست اوښ په کوت کې ومانډه حاجي

نور به وساتم خپل رخت په خپل صندوق کې

په داملک ده د ښه رخت بې رواجي

نه جيحون دی نه سيحون دی لا افزون دی

د خبرو دريابونه مواجي

که صاحب په لارې پلی، نفر سور ځي

خو هم بياصاحب صاحب، پاجي پاجي

له اوله تر اخره په جهان کې

د سيد غوندې څوک نشته معراجي

زه خوشال خټک په حب د اهل بيتو

خارجي او رافضي کړم اخراجي