نظم

تر مشرقه تر مغربه

Khushal Khan Khattak

تر مشرقه تر مغربه

درست جهان واړه خبر دی

زيست روزگار د واړه خلکو

چې راوخېژي په لمر دی

ښاپېرک ورځنې تښتي

د لمر کوم خلل خطر دی

ړوند يې نه ويني په سترگو

ويني لمر چې سترگور دی