غزل تر هر چا نه د رښتينو کار اول دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تر هر چا نه د رښتينو کار اول دی خدای په خپله د رښتينو سره مل دی 02 په معنی کلپه روپۍ ده مخ يې تور شه هر سړی چې په يارۍ کې په زړه غل دی 03 د بديو بد بويي، به پټه نه شي که په سل پردو يې ونغاړې بصل دی 04 که د زړه سترگې دې شته، ننداره وکړه د جهان په واړو چارو کې خلل دی 05 اباسيند وته نظر کړه، ودرېږه ستا د عمر د اوبو غوندې چل چل دی 06 که دخولې ويل دې ښه دي په دا څه شي چې ښکاره دې و عالم وته عمل دی 07 نه په زوړ پرېږدي نه ځوان نه نن زوولی چې ناڅاپه ناتارونه کا اجل دی 08 بد کردار به نېک کردار نه شي خوشاله! د شيطان لښکر و لاندې کړ قبل دی Dictionary meaning × Headword