نظم
تعريف د عورتينې
Khushal Khan Khattakوصيت د پاک رسول دی
چې يې حکم په بتول دی
د امت نېک زنه واړه
په دا کار دې کېږدي غاړه
چې مېړه لره عورته
دا دې نه وي بې طبيته
تل دې اوسي خنده رويه
دمېړه سره خوش خويه
خدای دې ډېر ډېر يادوينه
پاکيزه دې ځان ساتينه
همېشه دې غسل کاندي
چې هيڅ چرک نه وي پرې باندې
په نمانځه دې وي حاضره
په رښتيا دې کا خبره
چې يې واړه د زړه راز وي
خپل مېړه ته دې آغاز وي
تن دې تل خوشبوی لرينه
چې ښه بوی ورځنې ځينه
په رنجو دې کاندي مينه
چې يې زېب د سترگو وينه
چې يې هر ويښته برېښنا کا
سر دې هسې جوړ صفا کا
چې دښځې سر صفا وي
د شيطان و دې ته شا وي
چې نظر ورته شوهر کا
دا دې ځمکې ته نظر کا
چې نظر کا په بل لوري
دا دې مخ د مېړه گوري
چې نظر يې په خپل يار وي
عبادت سره په شمار وي
چې مېړه يې پرې خوښېږي
هسې رنگه دې کار کېږي
د مېړه سره دا بويه
څو څو کېږي چار ده لويه
چې شهوت يې پرې زياتېږي
هم هغه چارې دې کېږي
چې طلب د صحبت وکا
نور دې هيڅ عذر ونه کا
چې رضا يې د شوهر وي
هسې رنگ دې ددې چر وي
که مېړه يې عيب ناک وي
تر نظر دې ددې پاک وي
چې څوک کا ځنې پوښتنه
بد دې نه وايي دده نه
که مېړه يې جفا کار وي
هم دې دېته وفادار وي
لکه فرض دخدای طاعت دی
هسې فرض د شوی خدمت دی
مرد چې ښځې ته هوس کا
د واده هوا هوس کا
يکباره د شهوت جله
پسنده نه ده اوله
د اولاد اندېښنه بويه
حفظ د مال چې چار ده لويه
صالحه ښځه صاحبه
د مال ملک ده هم نايبه
دمېړه د کور غم خواره
کور په دې خوندي دی ياره
په حاضر غايب يکرنگه
زړه يې خلاص له هره زنگه
ښځه کومه ده بهتره
چې عفت لري پسره
ديانت حيا لرينه
عقل و هوش ور څخه وينه
زړه يې ډک وي له اخلاصه
له قلپۍ له ټگۍ خلاصه
فهميده کوته زبانه
قاصرات الطرف جانه
د مېړه په مينه مسته
خپل مېړه ته نيسته هسته
که بل کس وي لکه کسي
نه يې گوري نه يې کسي
په رموز په هنر پوهه
زړه يې خلاص له مکره روهه
په ادب په سترې سترې
کور کاته په رو خبرې
ښه آزاده حره شماره
نه کم ذاته پر ستاره
هسې جن و جان ته گوره
له ښه ځايه له ښه کوره
چې يې پلار نيکه نامدار وي
هم دين دار وي هم کامگار وي
لکه نيا نه د فرزند وي
يا نيکه نه د فرزند وي
فرزند هم په هسې شان شي
په هغه فطرت عيان شي
ښځه کړه له خپله ذاته
نه ناجنس نه بد صفاته
تر ځان کوزه کړه يا سمه
نه تر ځان لويه اعظمه
په کالونو تر ځان کشره
نه په عمر تر تا مشره
هر بهار نوی نگار
کم نه دی تر گلذار
که په دا هومره صفته
ښايسته وي خوش صورته
مبارک دې دا دولت شه
مبارک دې دا جنت شه
که په رنگ که وي که مه
تر بېوه وي پکره په
چور چې غاښ د بل په سېب شي
هغه سېب لکه آسېب شي
له ښه ځايه له ښه کوره
گوره دا بله مه گوره
په دنيا کې ښه عورته
کمه نه ده تر جنته
حکيمانو دي ويلي
دُر ولال يې دي پېيلي
ښځه مه کړه پنځه گروهه
چې تل خلاص وي له اندوهه
حنانه منانه ياره
انانه ور سره شماره
بيا کيت القفا پُر دانه
بيا خضر الدامن جانه
چې اولاد لري له بله
حنانه ده هغه دله
مال د نوي مېړه خورينه
زوی لوڼه پرې لرينه
منانه ده هغه کونډه
چې لري خزانه غونډه
غره توب په زر په مال کا
مېړه و کا باندې خيال کا
انانه عورته دا وي
چې يې ښه مېړه په خوا وي
بل مېړه ورته هيڅ نه وي
خو په ذکر د هغه وي
په مخ ستا د بل په شا ده
زده کړه دا کيت القفا ده
چې حاضر وي در ته باغ وي
چې غايب شي نور دې داغ وي
مخامخ در ته خندا که
چې ته نه وې بل اشنا کا
اوس خضراء الدامن واوره
د دانا کيسه په واوره
ښايسته صاحب جماله
آهنگره - ډم- کلاله
يا نيل گره يا چمياره
يا قصابه يا مالياره
لنډکۍ ماره نيکور که
بد تباره په خوی سپکه
می فروشه بوزه گره
زکاتي دروېزه گره
بې حجابه گرځېدلې
لره بره غوړېدلې
چې په ذات وي نا اصيله
په جمال کې وي جميله
که په مخ کې لکه گل ده
بيا په ذات په اصل غل ده
په ښايست کې چراغ بل ده
بيا سبزه د مزابل ده
که په مخ ښه وي تر ماهه
چې په ذات نه وي دلخوا هه
زما پند تر دله يوسه
دا ومه کړه عزب اوسه
نه يوه په خوی ښاغلې
نه دوه درې بد خوی کښلې
ښځې ټولې خرخشې دي
دوی ترو کله ټولې ښې دي
ملوکان که ښځې کاندي
ډېر ښايي په دوی باندې
ښځې دوی وته بنده وي
په خدمت سر فگنده وي
لا ملوک لره هم بويه
چې يوه ښه ده دلجويه