غزل
توانگران په ملک و مال لري تکيه
Khushal Khan Khattakتوانگران په ملک و مال لري تکيه
دروېشان په ذوالجلال لري تکيه
دعارف ژبه يې بند کړه له مقاله
عالمان په قيل و قال لري تکيه
دعاشق سره چې هومره استغنا کا
ښايسته په خپل جمال لي تکيه
که تکيه ده، خوتکيه د يوه خدای ده
چې په بل يې کړې څه خال لري تکيه
دا نابودې تکيې گوره د وگړي
چې په ستوري، چې په فال لري تکيه
د دنيا تکيې يې وليدې په سترگو
نور به چا وته خوشال لري تکيه