غزل

تازی سپی چې په نمړۍ مومې ويړيا دی

Khushal Khan Khattak

تازی سپی چې په نمړۍ مومې ويړيا دی

سپين و سره باندې شينده، که په بها دی

په کوټه باندې دا دواړه حبطه دي

چې دې تش په غولي گرځي هم بلا دی

که يې ته په منت مومې وايې مه خله

که د چا په باغ کې بوټی د کېميا دی

بخت چې کوږ شي، يوه تن نه دی راوړی

چې د خدای باندې پېرزو دی، د هر چا دی

د اسمان پېرې دايم نه وي يکسانې

که يې څرخ دی نن په تا گانده په ما دی

يوه ورځ به يې دا رنگ زېبايي نه وي

راشه گوره! چې گل څرنگه زېبا دی

د هر چا ياران دا هسې بې وفا دي

که خو يار د خوشال هسې بې وفا دی