غزل

تېر شه درست عمر زما په دا هوس

Rahman Baba

تېر شه درست عمر زما په دا هوس

که مې وپوښتي چې څوک يې يا څه کس

يو پرستش د هغه يار ما لره بس کا

که څه کس وي خو يو اويی ورلره بس

هزار حيف دی چې په هر نفس ترې تښتم

هغه لور ته چې مې تله دي هر نفس

چې يې زه په هر نفس له خدايه غواړم

هغه کله کله وينم په ډېر بس

که يو خس وي په محتاجو کله کروړ شي

خدای دې نه کا څوک محتاج د يوه خس

هر مارغه په خپله ځاله کې همای دی

که قارغه که مښگيرک دی که ققنس

که شهباز لره سينه ده د تنځري

عنکبوت لره سينه ده د مگس

خو چې خاورو لره ور شي برابر شي

که چا غوندی وي اغوستی يا اطلس

هم هغه يې ژړوي چې خندوي يې

نور څوک نشته د رحمان فريادوس